د مهدی موعود ظهور لپاره باید ډير دعا وشی

خدای تعالی خپل کتاب(التوبة – 33) کی فرمایی:

هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى وَ دِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ (التوبة - 33)

هغه داسی کس دی چی خپل پیغمبر هدایت او حق دین لپاره واستول ترڅو هغه دین نورو دینونو باندی بریالی کړی، که څه هم شرک کوونکې ناخوشحاله شول.

د قرآن کریم دا بشارت په ځمکه کې داسی یو کس نه پاته کیږی مګر داچی د محمد ص رسالت باندی اقرار وکړی. خو تراوسه دا امر نه دی تحقق پیدا کړی او دا کار باید په راتلونکې رامنځته شی. قطعآ دا به د مهدی راتلو سره محقق شی. خو مهم دادی چی باید توجه ولرو چی مهدی موعود ظهور د حق تعالی اراده باندی تړلی دی چی یواځی د شرایطو رامنځته کیدو په صورت کې به د خدای تعالی له لوری تحقق پیدا کړی.

هیڅوک نه شی کولای د مهدی راتلو وخت پیش بینی کړی خو البته د همدی مشتاقان باید همیشه په هر وخت کې د هغه راتلو ته په صبر وی.

نو ښایسته به داوی چی مهدی ټول منتظران، چی هیله مند دی د هغه حضرت ظهور ته، ډیر دعا دی د هغه فرج تعجیل لپاره وکړی. مراد د فرج تعجیل څخه دادی چی خلګ د خدای متعال څخه وغواړی ترڅو د مهدی ظهور لپاره شرایط رامنځته شی او د هغه ظهور موانع له منځه لاړ شی ترڅو راتلل یی تحقق پیدا کړی.

نو د مهدی موعود ظهور لپاره او هغه هم صمیمانه باید دعا وشی. او هر وخت کې دعا نه د واجب لمونځ نه وروسته دعا کول ډير ښه دی، او همدارنګه د باران په راتلو او د لمر په پریوتلو او سهار وختی. البته باید پوه شو چی په عینی حال کې د خلګو تلاش هم مهم دی، یعنی د دعا کولو نه سربیره خپله هم د دینی، ځان جوړونې او نفس تهذیب، د ګناه څخه پرهیز، نورو ته خدمت، صحیح حدیثو خپرولو او ظهور ته ځان آماده کولو کې کولای شی د مهدی ظهور امر ته سرعت ورکړی. همغه مهدی د الهی ذخایرو څخه دی. خدای تعالی به ټول انسانیت باندی رحم وکړی او هغه مهدی موعود پر برکت ظهور به نږدی کړی.

د فرج تعجیل لپاره ډیر دعا وکړی چی ستاسو فرج همغه دی.