د اهل تسنن په روایاتو کې د مهدویت حدیثونه
د مهدویت حدیثونو تفسیر

بسم الله الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ


وَعَدَ اللهُ الَّذينَ آمَنُوا مِنْكُمْ وَ عَمِلُوا الصّالحاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ في الاَرْضِ كَما اسْتَخْلَفَ الَّذينَ مِنْ قَبْلِهِمْ وَ لَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دينَهُمُ الِّذي ارْتَضي لَهُمْ وَ لَيُبَدِّلَنَّهُمْ مِنْ بَعْدِ خَوْفِهِمْ اَمْناً يَعْبُدُونَني لا يُشْرِكُونَ بي شَيْئاً وَ مَنْ كَفَرَ بَعْدَ ذلِكَ فَاٌولئِكَ هُمُ الْفاسِقُونَ (النور - 55)

خدای تعالی هغه کسانو ته چی ستاسو څخه ایمان راوړي او صالح اعمال ترسره کړي دی وعده ورکړی چی هغوی په یقین سره د ځمکې خلیفه کړی، لکه څنګه چی هغوی مخکی خلګ ته ځمکې پرمخ خلافت ور وبخښل، او هغه دین او آیین چی هغوی لپاره ټاکلی دی پرځای کړی، او هغوی بیم او بیره په امنیت او آرام تیا باندی بدل کړی، داسی کیږی چی یواځی ما عبادت به کوی، او زما سره به کوم شریک ونه نیسی، او هغه کسان چی هغوی وروسته کافر شی هغوی فاسق دی.

خدای تعالی په دی آیه ۵۵ د سوره نور څخه په صراحت سره صالح مومنانو ته بشارت ورکړی دی چی په نتیجه کې به د ځمکې پر سر حکومت په لاس کې واخلی، او اسلام دین به پراخ او عمومتیا پیدا کړی، او ناامنی او وحشت به په آرامتیا او امنیت باندی بدل شی، شرک د ټول نړۍ څخه ټولیږی، او د خدای بندګان په آزادی سره د یو خدای عبادت ته ادامه ورکوی، او ټولو په نسبت حجت پای مومی داسی چی نور که وروسته کافر شی، د فاسقینو څخه به وی.

همدا رنګه په قرآن کریم کې فرمایی:

وَ لَقَدْ كَتَبْنا فِي الزَّبُورِ مِنْ بَعْدِ الذِّكْرِ أَنّ الارْضَ يَرِثُها عِباديَ الصّالِحُونَ (الانبیاء – 105)

او هر آینه مونږ په زبور کې د ذکر وروسته ولیکل چی البته زما صالح بندګان به د ځمکې وارثین شی.

دا آیه ۱۰۵ د سوره انبیاء څخه هم د الهی حتمی بشارت څخه خبر ورکوی چی صالح خلګ به د ځمکې وارثین شی. دا آیه خبر ورکوی چی یو. وخت به ټول ځمکه او قاری او ټول سیمی او معادنونه د خدای نیکو بندګانو په لاس کې وی.

په بل آیات کې هم همداسی فرمایی:

وَنُرِيدُ أَن نَّمُنَّ عَلَى الَّذِينَ اسْتُضْعِفُوا فِي الْأَرْضِ وَنَجْعَلَهُمْ أَئِمَّةً وَنَجْعَلَهُمُ الْوَارِثِينَ (القصص – 5)

او اراده مو وکړ چی هغه کسانو باندی چی په ځمکه کې ضعیف او ذلیل ساتل شوی دی منت ورباندی وکړو او هغوی د ځمکې پیشوایان او وارثین وټاکو.

که څه هم دا مهم پیښه چی خدای تعالی وعده ورکړی شوی دی د پیغمبر په وخت کې او وروسته په نسبتآ پراخ توګه د نړۍ مسلمانانو لپاره رامنځته شوی او اسلام چی یو ورځ د دښمنان و په چنګال کې ګرفتار وو چی پراختیا مخه یی نیول کیدل، او مسلمان دائمآ په بیره او وحشت کې ژوند تیروله، په نتیجه کې د عرب جزیره څخه د نړۍ نورو برخو ته پراختیا ومونده او د دښمنان په ټولو جبهو کې ماته وخوړله؛ خو په دی حال کې اسلام نړیوال حکومت چی ټول نړۍ کې پراختیا ومومی او شرک او بت پرستی په کلی توګه له منځه لاړ شی او امنیت او آزادی او خالص توحید په ټول ځایونو کې خپور شی، تراوسه نه دی رامنځته شوی. نو باید د رامنځته کیدو لپاره یی صبر وکړو. دا امر به د متواتره روایتونو په اساس د (مهدی) قیام په عصر کې به رامنځته شی.

په دی اړه د پیغمبر څخه ډیر حدیثونه اهلسنت او تشیع اسلامی بیلابیلو فرقو اسلامی معروف کتابونو کې راغلی دی. ځینی اسلامی پوهان د حضرت مهدی په اړه خاص کتابونه ولیکل، ځینی پوهان او اسلامی مشران خپل لیکنو کې تصریح کړي چی مهدی پوری اړوند حدیثونه متواتر دی او هیڅ د انکار وړ نه دی.

صحاح ستّه شپږګون صحیح کتابونه، اهل سنت ته ترټولو نږدی حدیثونه دی چی د قرآن کریم وروسته مهم دینی منابع دی چی اهل سنت سره شته او اهل سنت علماوو له لوری مطالعه او ورڅخه ګټه اخیستل کیږی. دا کتابونه عبارت دی له:

  • صحیح بخاری
  • صحیح مسلم
  • سنن ابوداود
  • سنن ترمذی
  • سنن نسائی
  • سنن ابن ماجه

په صحاح سته کې دوه ډول حدیثونه مهدویت موضوع په اړه موندل کیږی: د ځینو حدیثونو څخه مهدویت موضوع په کلی توګه ورڅخه استنباط کیږی او بله طایفه، خاص حدیثونه دی چی یواځی مهدی موضوع باندی د تطبیق وړ دی.

مهدویت عام حدیثونه په صحاح سته کې
حدیث ثقلین

یو د حدیثونو څخه چی د ټولو اسلامی فرقو قبول دی ثقلین حدیث دی. دا حدیث چی د حدیثونو ترټولو معتبر کتاب کې مطرح شوی دی، نږدی ۴۳ تنه پیغمبر صحابه یی نقل کړی دی او تاریخ په اوږدو کې په ډیرو سرچینو کې ذکر شوی دی. ځینو نقلونو مضامین توپیر لری، خو اصل مطلب یو دی او هغه د پیغمبر وصیت او سفارش خپل امت ته د قیامت ورځی پوری دی چی د ثقلین څخه به لاس نه اخلی او نه ګمراه کیږی.

د حدیث متن

  • مسلم خپل صحیح حدیث کې د زید بن ارقم څخه نقلوی:

    قَامَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَوْمًا فِينَا خَطِيبًا بِمَاءٍ يُدْعَى خُمًّا بَيْنَ مَكَّةَ وَالْمَدِينَةِ فَحَمِدَ اللَّهَ وَ أَثْنَى عَلَيْهِ و وَعَظَ و ذَكَّرَ ثُمَّ قَالَ أَمَّا بَعْدُ أَلَا أَيُّهَا النَّاسُ فَإِنَّمَا أَنَا بَشَرٌ يُوشِكُ أَنْ يَأْتِيَ رَسُولُ رَبِّي فَأُجِيبَ و أَنَا تَارِكٌ فِيكُمْ ثَقَلَيْنِ أَوَّلُهُمَا كِتَابُ اللَّهِ فِيهِ الْهُدَى و النُّورُ فَخُذُوا بِكِتَابِ اللَّهِ وَ اسْتَمْسِكُوا بِهِ فَحَثَّ عَلَى كِتَابِ اللَّهِ وَ رَغَّبَ فِيهِ ثُمَّ قَالَ و أَهْلُ بَيْتِي أُذَكِّرُكُمْ اللَّهَ فِي أَهْلِ بَيْتِي أُذَكِّرُكُمْ اللَّهَ فِي أَهْلِ بَيْتِي أُذَكِّرُكُمْ اللَّهَ فِي أَهْلِ بَيْتِي

    (صحيح مسلم الحديث رقم 2408)

    یو ورځ رسول الله ص د مکه او مدینه ترمنځ (خم) په نامه یو ځای کې ودرید او حاضر جمعیت ته خطبه وفرمایل. په هغه خطبه کې د حمد او الهی ثنا وروسته داسی وفرمایل: ای خلګو! زه هم یو بشر یم او نږدی دی چی ددی نړۍ څخه لاړ شم. زه، ستاسو ترمنځ دوه ارزښتناکه څیزونه پریږدم: لومړۍ د خدای تعالی کتاب! ونیسی او مه پریږدی. پیغمبر خدای کتاب باندی ډیر سفارش کړی دی او وروسته خلګ ورباندی عمل باندی رابللی دی. وروسته وفرمایل: او زما اهل بیت. تاسو ته سفارش کوم چی زما اهل بیت په حق کې او دا جمله دری ځلې تکرار کړ.

  • ترمذی خپل سند کې نقلوی چی رسول الله ص وفرمایل:

    إِنِّي تَارِكٌ فِيكُمْ مَا إِنْ تَمَسَّكْتُمْ بِهِ لَنْ تَضِلُّوا بَعْدِي أَحَدُهُمَا أَعْظَمُ مِنْ الْآخَرِ كِتَابُ اللَّهِ حَبْلٌ مَمْدُودٌ مِنْ السَّمَاءِ إِلَى الْأَرْضِ وَعِتْرَتِي أَهْلُ بَيْتِي وَلَنْ يَتَفَرَّقَا حَتَّى يَرِدَا عَلَيَّ الْحَوْضَ فَانْظُرُوا كَيْفَ تَخْلُفُونِي فِيهِمَا

    (سنن الترمذي الحديث رقم 3788)

    زه ستاسو ترمنځ دوه څېزه پریږدم، تر هغه وخته پوری چی ورسره یاست هیڅ وخت به ګمراه نه شی. یو د بل څخه لوی دی، د خدای کتاب چی د آسمان څخه ځمکې ته رسۍ دی او عترت او زما اهل بیت، دا دوه هیڅ وخت نه بیلیږی ترڅو چی جنت کې زما سره یوځای شی. ووینی چی څنګه زما ودیعتونو سره رفتار کوی.

د ثقلین حدیث څخه ګټه اخیستنې نکات

  • د خدای کتاب او پیغمبر عترت رسول الله (ص) ته ترټولو ارزښتناکه څیزونه وو. ثقلین په عربی ژبه کې تثنیه د ثقل څخه دی. ثقل هم هغه نفیس څیز ته وایی چی ساتنې ته اړتیا ولری. د خدای کتاب او عترت ثقلین یاد کړ، ترڅو قدر او ارزښت یی لوی شکاره کړی.
  • هدایت او سعادت یواځي د خدای رسول عترت او خدای کتاب ترڅنګ ترلاسه کیدلای شی. د ترمذی څخه په نقل سره، پیغمبر وفرمایل: که دا دوه ارزښتناکو څيزونو باندی ځان ټینګ کړی، هیڅ وخت به ګمراه نه شی.
  • پیغمبر وفرمایل: دا دوه هیڅ وخت نه بیلیږی ترڅو چی جنت کې زما سره یوځای شی. ووینی چی څنګه زما ودیعتونو سره رفتار کوی. ددی دوو عبارتونو څخه دا څرګندیږی چی دخلګو هدایت دواړو کې دی، نه داچی قرآن ونیسی او عترت پریږدی.
  • په سنن ترمذی کې راغلی دی چی پیغمبر وفرمایل: دا دوه هیڅ وخت نه سره بیلیږی ترڅو جنت کې زما سره یوځای شی. یعنی قرآن او عترت د قیامت تر ورځی پوری شتون لری او باقی به وی او که فرض وکړو چی یو وخت قرآن وی او عترت نه وی، په یو ډول سره مو دواړه بیل کړی دی، نو لکه څنګه چی قرآن کریم زمونږ ترمنځ شتون لری او باقی دی، باید عترت او پیغمبر ص اهل بیت هم شتون او بقا به ولری.
  • بل نکته داچی پیغمبر ص په دی روایت کې فرمایلی دی: ووینی چی ددی دوو ځآیناستو سره چی ستاسو منځ کې پریږدم، څنګه چلند کوی؟ مهم داچی پیغمبرص ددی وصیت ترڅنګ، قرآن او اهل بیت ثقلین او خپل ځان وروسته دوه خلیفه ګان معرفی کړی دی.
  • مهم نکته چی د ثقلین حدیث څخه اخیستل کیږی، د پیغمبر اهل بیت حجت او عصمت دی. د اهل بیت قرار ورکول قرآن ترڅنګ، هغه هم د پیغمبر ص له لوری د همدی نکتی ثبوت دی. کوم شک نشته چی قرآن هغه کتاب دی چی په هغه کې، کوم خطا او باطل نشته، نو د همدی لپاره، ورسره مخالفت جایز نه دی. دا چی پیغمبر ص خپل اهل بیت د قرآن ترڅنګ قرار ورکوی، ددی دوو نه بیلتوب تر قیامت پوری، د ټول امت لپآره هدایت، او ورڅخه ځان تیر ایستل ګمراهی نه بغیر بل څه نه دی، د عصمت نه بغیر بل معنی به ورنه کړی.

د پیغمبر ص په کلماتو کې دا پیداکوو چی مراد د ( دا دوه هیڅ وخت نه بیلیږی ) څخه دادی چی عترت او قرآن، هیڅ مخالفت د یو بل سره نه دی، عترت همغه څه ویلی دی چی قرآن کریم یی مطرح کوی، آیا دا، عصمت نه بغیر بل معنی ورکولای شی؟

اهل بیت او عترت د ثقلین په حدیث کې

اوس باید ولیدل چی د اهل بیت او همدارنګه عترت څخه د پیغمبر مقصد کوم کسان دی؟ همدا پوښتنه د تطهیر آیه( احزاب سوره ۳۳ آیه یو برخه کې) تفسیر کې هم مطرح شوی دی چی د اهل بیت څخه مراد په دی آیه کې کوم دی چی خدای تعالی هغوی تکوینی او ذاتی طهارت اراده فرمایلی دی؟

د پیغمبر ص اهل بیت څخه مراد کوم کسان دی؟

اهل سنت ډیر متعدد نظرونه مطرح کړی دی چی هغوی ترمنځ دری قول معروف دی:

  • ځینی وایی چی اهل بیت، همغه د پیغمبر ښځی دی.
  • ځینی په دی باور دی چی مراد د اهل بیت څخه ټول بنی هاشم دی چی هغوی قاندی صدقه حرام دی. په دی صورت کې، آل علی او آل عقیل او آل جعفر او آل عباس پکې راځي.
  • مراد د اهل بیت څځه علی ( د پیغمبر کاکا زوی)، فاطمه ( پیغمبر لور) او حسن او حسین دی.

لکن حق خبره به داوی چی مونږ خپله پیغمبرص کلماتو ته لاړ شو چی خپل اهل بیت یی معرفی کړی دی؟ خوشبختانه مونږ صحیح مسلم او صحیح ترمذی ډیرو حدیثونو کې وینو چی پیغمبرص خپل مبارکو کلماتو کې او هم په عمل کې، خپل اهل بیت معرفی کړی دی:

  • مسلم خپل صحیح کې د عایشه د پیغمبر ص ماینه څخه نقلوی:

    خَرَجَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ غَدَاةً وَعَلَيْهِ مِرْطٌ مُرَحَّلٌ مِنْ شَعْرٍ أَسْوَدَ فَجَاءَ الْحَسَنُ بْنُ عَلِيٍّ فَأَدْخَلَهُ ثُمَّ جَاءَ الْحُسَيْنُ فَدَخَلَ مَعَهُ ثُمَّ جَاءَتْ فَاطِمَةُ فَأَدْخَلَهَا ثُمَّ جَاءَ عَلِيٌّ فَأَدْخَلَهُ ثُمَّ قَالَ إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنْكُمْ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا

    (صحيح مسلم الحديث رقم 2424)

    پیغمبرص سهار وختی و دباندی ته لاړ او ورباندی یو چپنه وو. وروسته حسن بن علی راغلی او پیغمبر هغه تر چپنی لاندی ونیول. وروسته حسین راغلی او هغه هم خپل چپنه کې کې ونیول. وروسته فاطمه راغلل هغه هم ونیول او وروسته علی راغلی او هغه هم د پیغمبر له لوری تر چپنې لاندی ونیول شو. هغه وخت دا آیه وفرمایل: خدای تعالی غواړی چی ستاسو اهل بیت څخه پلیدی لیری کړی او تاسو پاک کړی.

  • مسلح خپل صحیح کې د فضایل الصحابه په باب کې د مباهله شریف آیه (آل عمران ۶۱) په اړه یو حدیث د سعد بن ابی وقاص څخه نقلوی:

    لَمَّا نَزَلَتْ هَذِهِ الْآيَةُ فَقُلْ تَعَالَوْا نَدْعُ أَبْنَاءَنَا و َأَبْنَاءَكُمْ دَعَا رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَ سَلَّمَ عَلِيًّا وَ فَاطِمَةَ وَ حَسَنًا وَ حُسَيْنًا فَقَالَ اللَّهُمَّ هَؤُلَاءِ أَهْلِي

    (صحيح مسلم الحديث رقم 2404)

    هغه وخت چی دا آیه نازل شو " راشی خپل زامن دعوت کړو او تاسو خپل زامن... " پیغمبر علی ، فاطمه، حسن او حسین وغوښتل او هغه وخت وفرمایل: یا الها! همدا زما اهل دی.

  • د تطهیر آیه په اړه ( احزاب ۳۳ سوره ) ترمذی خپل سند کې نقلوی:

    مَّا نَزَلَتْ هَذِهِ الْآيَةُ عَلَى النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَ سَلَّمَ إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنْكُمْ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَ يُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا فِي بَيْتِ أُمِّ سَلَمَةَ فَدَعَا فَاطِمَةَ وَ حَسَنًا وَ حُسَيْنًا فَجَلَّلَهُمْ بِكِسَاءٍ وَ عَلِيٌّ خَلْفَ ظَهْرِهِ فَجَلَّلَهُ بِكِسَاءٍ ثُمَّ قَالَ اللَّهُمَّ هَؤُلَاءِ أَهْلُ بَيْتِي فَأَذْهِبْ عَنْهُمْ الرِّجْسَ وَ طَهِّرْهُمْ تَطْهِيرًا قَالَتْ أُمُّ سَلَمَةَ وَ أَنَا مَعَهُمْ يَا نَبِيَّ اللَّهِ قَالَ أَنْتِ عَلَى مَكَانِكِ وَ أَنْتِ عَلَى خَيْرٍ

    (سنن الترمذي الحديث رقم 3205)

    کله چی دا آیه پر پیغمبر باندی نازل شو« خدای تعالی غواړی چی پلیدی او ګناه تاسو اهل بیت څخه لیری کړی او تاسو پوره پاک کړی» هغوی د ام سلمه په کور کې وو وروسته فاطمه او حسن او حسین وغوښتل او کساء لاندی راټول کړل، علی چی هغه مبارک شاته ولاړ وو هم وغوښتل، کساء کې راټول کړ او وفرمایل: خدایا! دا زما اهل بیت دی، نو د دوی څخه ټول پلیدی او ګناه پاک کړی. په دی وخت کې ام سلمه عرض کوی: یا رسول الله ایا زه هم ددوی سره یم؟ پیغمبر وفرمایل: ته خپل ځای کې یی او خیر او نیکی کې یی(خو دا ډله کې نه یی).

  • ترمذی په خپله سند کې د انس بن مالک حواله کړې:

    أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَ سَلَّمَ كَانَ يَمُرُّ بِبَابِ فَاطِمَةَ سِتَّةَ أَشْهُرٍ إِذَا خَرَجَ إِلَى صَلَاةِ الْفَجْرِ يَقُولُ الصَّلَاةَ يَا أَهْلَ الْبَيْتِ إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنْكُمْ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَ يُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا

    (سنن الترمذي الحديث رقم 3206)

    رسول الله صلی الله علیه وسلم تر شپږو میاشتو پورې کله چې د سهار لمونځ ته ځي، هغه په دوامداره توګه د فاطمې له کوره تیریده او هغه وویل: ای اهل بیت ، لمونځ انَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنْكُمْ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا (خداوند یوازی غواړي چې تاسو څخه ناپاکي او ګناه لرې کړي او تاسو په بشپړ ډول پاک کړي.)

نو د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله و سلم اهل بیت محدود دی او ځانګړي خلک پکې شامل دي. د ذکر شوي احادیثو مطابق څه چې یقیني دي دا د رسول الله صلی الله علیه و آله و سلم هغه خلک دي چې د پیغمبر په کورنۍ کې ځای په ځای شوي وو یا دوی په مباهله کې د غونډې برخه اخیستې وه (د سورت آل عمران آیت 61). دوی علی، فاطمه، حسن او حسین دي.

مراد د پیغمبرص عترت څخه کوم کسان دی؟

د یو شخص عترت، نږدی کسانو ته ویل کیږی او د همدی لپآره مراد د عترت څخه، ټول خپلوان نه دی. دا چی پیغمبر په ډیر برخو کې ثقلین معرفی کړی دی او ثقلین مهم حدیث کې، عترت او اهل بیت د قرآن او عدل سره یوځای یاد کړی دی او دواړه د قیامت تر ورځی پوری، پایدار او نه بیلیدونکې بللی دی، چی څو مهم نکتی پکې نښتی دی او یو د هغو څخه دا دی: لکه څنګه چی قرآن کریم د نړۍ تر پای پوری بقا لری، د پیغمبر اهل بیت او عترت څخه هم باید یو ورسره وی او ددی دوو یو څخه یو نه شتون، د نبوی خبرو لغوی لامل کیږی. همدارنګه یو ددی دوو څخه پریښودنه به ګمراه کوونکې وی.

د اهل سنت ډیر پوهان او محققان، اهل بیت ص علی او فاطمه او فاطمه زامن (حسنین) بللی دی. ابن حجر د حدیث او فقه لویو علماوو څخه خپل کتاب کې د ابوبکر کې نقلوی چی علی د پیغمبرص عترت مهم مصداق دی. وروسته ابن حجر لیکی: عترت باید هغه کسان وی چی تمسک هغوی باندی د قیامت ترورځی پوری د ځمکې اوسیدونکو لپاره بقا او شایسته لامل وی، همدارنګه قرآن کریم، په همدی سبب پیغمبر ټول مسلمین امر کړی دی چی هغه اهل بیت باندی تمسک کړی.

اوس باید ولیدل شی چی دا کس د اهل بیت او پیغمبرص عترت څخه په اوس حال کې څوک دی؟

د پیغمبرص کلام د ثقلین په حدیث کې په جدی توګه او دقیق دی چی هر مسلمان باید د پیغمبر اهل بیت وپیژنی، ترڅو د (لن یفترقا) دا دوه نه بیلیږی، د اهل بیت او قرآن ترمنځ تجلی پیدا کړی.

اوس باید د اهل بیت او پیغمبر عترت پسی اوسنۍ وخت کې واوسو. منصف انسان، د پیغمبرص روایاتو ته په توجه سره په صحاح سته کې، پیداکوی چی د هغه حضرت شتون، خپل عترت او اهل بیت مشخص کړی دی لکه څنګه چی د اهل نست ځینی پوهان تصریح کړی دی چی د اهل بیت څخه مراد د ثقلین په حدیث کې، همغه اثنا عشر د پیغمبرص نسل څخه او دوولسو خلفاوو څخه دی چی مربوطه حدیثونه به راشی.

پیغمبر په ډیرو روایتونو کې مهدی د اهل بیت او عترت څخه بللی چی قرآن عدل دی او د عصمت لرونکې، یعنی د اسلام نبی مبارک شتون ټولو باندی حجتونه تمام کړی دی چی هیڅ وخت نشته چی ځمکه د پیغمبرص اهل بیت او عترت څخه خالی وی، لکه څنګه چی د قرآن څخه خالی نه دی.

د خدای رسول الله ص څخه سنن ترمذی کې نقل کیږی چی هغه حضرت وفرمایل:

لَا تَذْهَبُ الدُّنْيَا حَتَّى يَمْلِكَ الْعَرَبَ رَجُلٌ مِنْ أَهْلِ بَيْتِي يُوَاطِئُ اسْمُهُ اسْمِي

(سنن الترمذي الحديث رقم 2230)

دنیا له منځه نه ځی ترڅو زما اهل بیت څخه یو شخص چی هغه نوم د زما نوم سره یوشان دی عرب باندی حکومت کوی.

په سنن ابو داوود کې راغلی دی چی ابی سعید خدری وایی چی پیغمبرص فرمایی:

الْمَهْدِيُّ مِنِّي

(سنن أبي داود الحديث رقم 4285)

مهدی زما څخه دی.

په سنن ابوداوود کې د ام سلمه څخه نقل کیږی چی پیغمبرص فرمایی:

الْمَهْدِيُّ مِنْ عِتْرَتِي مِن ْوَلَدِ فَاطِمَةَ

(سنن أبي داود الحديث رقم 4284)

مهدی زما عترت څخه او د فاطمهس زامنو څخه دی.

په سنن ابن ماجه کې هم راغلی دی:

الْمَهْدِيُّ مِن ْوَلَدِ فَاطِمَةَ

(سنن ابن ماجه الحديث رقم 4086)

مهدی د فاطمه زامنو څخه دی.

هغه حدیثونو په اساس چی مطرح شوی دی، دا پیدا کوو چی قرآن او اهل بیت په هیڅ وخت کې د یو بل څخه نه دی بیل شوی او یو بل شتون د بل نه بغیر ممکن نه دی او همدارنګه دا پیدا کوو چی مهدی د فاطمه زامنو څخه او د پیغمبر اهل بیت او عترت څخه او یو د ثقلینو څخه دی چی قرآن همتا دی او هغه حضرت باندی تمسک د قرآن ترڅنګ د سعادت لامل کیږی.

د دوولسو خلیفه وو(امام) حدیث

یو د صحیح او متواتر حدیثونو څخه چی اهل سنت موثق او معتبر سرچینو کې مطرح شوی دی، د دوولسو خلیفه ګانو حدیث دی. دا روایت، د ډیرو له لوری، د پیغمبرص څخه نقل شوی دی، په داسی توګه چی صادریدل یی د پیغمبرص څخه قطعی او مسلم دی.

د روایت متن په صحاح کې

بخاری خپل سند کې د جار بن سمره څخه نقلوی چی پیغمبرص فرمایی:

سَمِعْتُ جَابِرَ بْنَ سَمُرَةَ قَالَ سَمِعْتُ النَّبِىَّ صلى الله عليه وسلم يَقُولُ يَكُونُ اثْنَا عَشَرَ أَمِيرًا فَقَالَ كَلِمَةً لَمْ أَسْمَعْهَا فَقَالَ أَبِى إِنَّهُ قَالَ كُلُّهُمْ مِنْ قُرَيْشٍ

(صحيح البخاري الحديث رقم 6796)

همغه دوولس امیر به راشی. هغه وخت یو خبره وکړ چی ما هغه ونه اوریده. پلار می وویل: پیغمبرص وفرمایل: هغوی د قریش څخه دی.

همدارنګه په صحیح مسلم کې راغلی دی:

عن جَابِرِ بن سَمُرَةَ قال: دَخَلْتُ مع أبي على النبي صلى الله عليه وسلم فَسَمِعْتُهُ يقول: إِنَّ هذا الْأَمْرَ لَا يَنْقَضِي حتى يَمْضِيَ فِيهِمْ اثْنَا عَشَرَ خَلِيفَةً. قال: ثُمَّ تَكَلَّمَ بِكَلَامٍ خَفِيَ عَلَيَّ قال: فقلت لِأَبِي: ما قال؟ قال: كلهم من قُرَيْشٍ

(صحيح مسلم الحديث رقم 1821)

جابر بن سمره وایی: خپل پلار سره رسول الله ص ته وارد شولو، ومو اوریدل چی هغه حضرت وفرمایل: د اسلامی خلافت امر به پای ته ونه رسیږی مګر داچی د هغوی ترمنځ دوولس ځایناستی به حکومت وکړی. وروسته یو کلام وفرمایل چی ماته معلوم نه شو، پلار ته می وویل: حضرت څه وفرمایل؟ پلار می وویل: حضرت وفرمایل: دا دوولس خلیفه به د قریش څخه وی.

او یا دا حدیث:

عن عَامِرِ بن سَعْدِ بن أبي وَقَّاصٍ قال كَتَبْتُ إلى جَابِرِ بن سَمُرَةَ مع غُلَامِي نَافِعٍ أَنْ أَخْبِرْنِي بِشَيْءٍ سَمِعْتَهُ من رسول اللَّهِ صلي الله عليه وآله قال فَكَتَبَ إلي سمعت رَسُولَ اللَّهِ صلي الله عليه وآله يوم جُمُعَةٍ عَشِيَّةَ رُجِمَ الْأَسْلَمِيُّ يقول: لَا يَزَالُ الدِّينُ قَائِمًا حتى تَقُومَ السَّاعَةُ أو يَكُونَ عَلَيْكُمْ اثْنَا عَشَرَ خَلِيفَةً كلهم من قُرَيْشٍ

(صحيح مسلم الحديث رقم 1822)

عامر بن سعد بن ابی وقاص وایی: زه د خپل غلام سره جابر بن سمره ته می ولیکل چی هغه څه چی خدای رسول څخه اوریدلی دی مونږ ته ولیکی، جابر زما لپاره ولیکل، د خدای رسول څخه اوریدلی دی چی هغه فرمایلی دی:هر وخت دین پرځای دی ترڅو چی قیامت راشی او دوولس خلیفه ګان تاسو باندی چی ټول یی قریش څخه دی، تاسو لپاره وی.

نو د هغه روایاتو څخه چی د دوولس خلیفه ګانو په اړه په صحاح کې راغلی دی، لاندی نکات استنباط کیږی:

  • د خدای رسول نه وروسته خلافت دوولس تنو کې منحصر دی.
  • هغوی ټوله د پیغمبر ص طایفه یعنی قریش څخه دی.
  • د دین سربلندی او اسلام عزت، دا خلفاوو شتون باندی اړه لری، یعنی هغه وخت چی دا دوولس تنو څخه یو حیات کې وی، اسلام دین پرځای او محکم به پاته شی.
  • اسلام دین پای ته نه رسیږی، ترڅو چی دوولس خلیفه ګان راشی.
  • مهم نکته چی د روایتونو څخه استنباطیږی، داچی خلافت، پیاپی او فاصله نه بغیر دی او دا نکته، د خلیفه کلمه څخه ثبوت کیږی.

د دوولس خلیفه ګانو مصداق

دا نکته ښکاره ده چی د خدای رسول خلیفه هغه چاته ته اطلاق کیږی چی په دننه کې، د نفس تهذیب صاحب او باطن تقوا لرونکې او دباندی هم د عدل اقامه کوونکې او د معروف برپا کوونکې او د منکراتو څخه مانع کوونکې وی. که څوک ځان د خدای تعالی خلیفه بولی، خو د هغه ټول اعمال او رفتار څخه، فسق څرګندیږی، په یقین سره هغه د شیطان خلیفه دی.

اهل سنت کې د پیغمبر وروسته دوولس خلیفه ګانو په اړه ډیر تعبیرونه شتون لری چی ځينی سست او نه قبلوونکې دی.

دوو برخو ته یی اشاره کوو.

الف. یو تعبیر دادی چی دا دوولس خلیفه ګان عبارت دی د ابوبکر، عمر، عثمان، علی، معاویه، یزید بن معاویه، معاویه بن یزید، مروان بن حکم، عبدالملک بن مروان، ولیید بن عبدالملک، سلیمان بن عبدالملک او عمر بن عبدالعزیز.

لکه څنګه چی وویل شو، لومړۍ داچی مراد د خلیفه څخه په دی روایتونو کې د پیغمبرص ځایناستی دی. ایا دا د قبول وړ دی چی داسی کسان د خدای رسول خلیفه شی، خو رفتار او کردار کې د خدای کتاب او سیره او رسول سیره مخالف عمل کوی؟

دویم د پیغمبرص په کلماتو کې راغلی دی چی دا دوولس کسان، د اسلام عزت لامل دی. آيا ددی کسانو په وخت کې داسی وو؟

آیا دا حدیث یزید بن معاویه او هغه په شان کسانو باندی د تطبیق وړ دی؟ نقل کړی دی چی عمر بن عبدالعزیز ته یو شخص د یزید بن معاویه څخه په لویتوب او عظمت سره یادونه کول. عمر بن عبدالعزیز په شدت سره ناراحت شو او امر وکړ چی فورآ شل تازیانه هغه شخص باندی ووهی.

یزید، حسین بن علی چی د پیغمبر لمسی او هغه رسول پاره تن وو، په شهادت ورسول او یو فاسق او شراب خوار کس وو. آیا دا جنایتونو سربیره به یزید بن معاویه چی خپل څلور کاله حکومت کې ترسره کړه، دا به شه وی چی د پیغمبرص په اثنی عشر خلیفه ګانو کې راشی؟ سیوطی په تاریخ الخلفا کې، د هغوی څخه جنایات او فسق او فجور مطرح کوی چی هر مسلمان شرم کوی چی هغه د مسلمانانو خلیفه وبولی.

ب. بل تفسیر د دوولس خلیفه روایتونو باندی مطرح کړی دی چی لازم نه دی دا دوولس تنه خلیفه ګان، په متوالی توګه وی، بلکه ځینی یی څلور ګونی خلفا وو چی لومړۍ راغلل. حسن بن علی، معاویه، ابن زبیر او عمر بن عبدالعزیز هم وروسته خلیفه ګان دی او نور څلور تنه د قیامت څخه مخکې به راشی او حکومت به وکړی. خو دا تفسیر هم صحیح نه دی، ځکه د پیغمبر څخه روایات ددی اثنا عشره خلیفه ګانو متوالی راتلو باندی دلالت کوی. بیله شکه دا تفسیر او نو توجیهات د تکلف لامل دی او ددی سبب کیږی چی روایت د اعتبار څخه خارج شی.

ابن کثیر قرآن معروف مفسر خپل کتاب کې تصریح کوی: هغه حدیثونو معنی چی دوولس خلیفه ګان مطرح کوی چی صالح خلیفه ګان دی او حق او عدل اقامه کوی... یو ددی اثنی عشره خلیفه ګانو څخه مهدی دی چی بیلابیلو روایاتو کې د هغه حضرت وجود باندی اشاره شوی دی.

همدارنګه د بذل المجهود په کتاب کې چی د سنن ابو داوود شرحه ده، د اثنا عشره خلیفه ګانو په اړه بیلابیلو اقوالو نقل وروسته، لیکی: په یقین سره آخیری خلیفه د اثنی عشر څخه حضرت امام مهدی دی او دا قول زه حق بولم.

حتی په صحیح مسلم کې نقل شوی دی چی پیغمبر فرمایی:

يَكُونُ فِي آخِرِ أُمَّتِي خَلِيفَةٌ يَحْثِي الْمَالَ حَثْيًا لَا يَعُدُّهُ عَدَدً

(صحيح مسلم الحديث رقم 2913)

په آخر الزمان کې زما امت په منځ کې، داسی یو خلیفه دی چی ډير مال بخشی او هیڅ نه شماری.

باید دقت وشی چی په دی حدیث کې هم د خلیفه کلمه په کار وړل شوی دی.

له بل لوری د شیعه په روایاتو کې، دا دوولس خلیفه ګان مطرح شوی دی او د شیعه دوولس امامانو باندی تطبیق شوی دی چی لومړۍ د هغوی څخه علی بن ابی طالب، وروسته حسن او حسین او د امام حسین نه امامانو وروسته چی آخری مهدی دی، او ټوله د یو بل نه وروسته وو.

لازم دی چی د اهل سنت ځینو محققانو بیاناتو ته توجه وکړو چی ویلی دی: د دوولس خلیفه ګانو څخه مراد، همغه د شیعه دوولس امامان دی چی د پیغمبرص اهل بیت څخه دی او هغه دوولس شمیر اموی حاکمانو باندی نه شو نقل کولای، ځکه شمیر یی د دوولس نه ډیر او ډیر یی فاحشه (لوی) جنایات ترسره کړی دی. همدارنګه دا دوولس کسان عباسی حاکمانو باندی هم نه شو حمل کولای.

په صحاح ته کې مهدویت خاص حدیثونه
د مهدی حسب او نسب احادیث

د هر څه شناخت او پیژنده هغه حسب او نسب باندی دی. د همدی لپاره د د مهدی په شان مهم موضوع، د دوولس خلیفه ګانو آخری خلیفه دی چی پیغمبرص ورڅخه خبر ورکړی دی، په دی دی چی د هغه حضرت حسب او نسب مشخص شی.

  • مهدی د عبدالمطلب زامنو څخه دی
    ابن ماجه په سنن کې د انس بن مالک څخه نقل سره د رسول الله ص څخه روایت کړی دی:

    نَحْنُ وَلَدَ عَبْدِ الْمُطَّلِبِ سَادَةُ أَهْلِ الْجَنَّةِ أَنَا و َحَمْزَةُ وَ عَلِيٌّ وَ جَعْفَرٌ و َالْحَسَنُ وَ الْحُسَيْنُ وَ الْمَهْدِيُّ

    (سنن ابن ماجه الحديث رقم 4087)

    مونږ د عبدالمطلب زامن د اهل جنت سرورانو څخه یو، زه، حمزه، علی، جعفر، حسن، حسین او مهدی.


    دا حدیث دلالت کې کوی چی مهدی د عبدالمطلب(پیغمبر نیکه) نسل څخه دی.
  • مهدی د پیغمبر نسل څخه
    د ابوسعید خدری څخه روایت شوی دی چی رسول الله ص وفرمایل:

    الْمَهْدِيُّ مِنِّي أَجْلَى الْجَبْهَةِ أَقْنَى الْأَنْفِ يَمْلَأُ الْأَرْضَ قِسْطًا وَ عَدْلًا كَمَا مُلِئَتْ جَوْرًا وَ ظُلْمًا يَمْلِكُ سَبْعَ سِنِينَ

    (سنن أبي داود الحديث رقم 4285)

    مهدی زما دی، هغه فراخ او شکاره تندی، او پراخ (کشیده) پزه لری، ځمکه عدل او داد څخه ډکوی، لکه څنګه چی د هغه مخکې ستم نه ډک وی، اوو کالو په مده به، به ځمکې باندی حکمرانی وکړی.

  • مهدی د پیغمبر اهل بیت څخه
    ډیر روایات په صحاح سته کې په سنن ابوداوود کې، ترمذی او ابن ماجه کې په دی اړه شتون لری چی پیغمبر په صراحت سره مهدی تعلق و اهل بیت ته تصریح کړی دی چی ځینی یی په سند کې معتبر دی.
    • ابو داوود خپل سنن کې د ابی الطفیل د علی څخه روایت کړی دی چی پیغمبر فرمایلی دی:

      لَوْ لَمْ يَبْقَ مِنْ الدَّهْرِ إِلَّا يَوْمٌ لَبَعَثَ اللَّهُ رَجُلًا مِنْ أَهْلِ بَيْتِي يَمْلَؤُهَا عَدْلًا كَمَا مُلِئَتْ جَوْرًا

      (سنن أبي داود الحديث رقم 4283)

      که د دنیا عمر څخه یو ورځ نه ډیر نه وی پاته شوی، په هغه ورځ کې به، خدای تعالی زما اهل بیت څخه یو تن مبعوث کړی چی ځمکه عدل او داد څخه ډکوی، څنګه چی ظلم او جور څخه ډک شوی وی.

    • ترمذی په خپل سنن کې د عاصم د زر د عبدالله بن مسعود څخه نقل کړی دی چی پیغمبرص فرمایلی دی:

      لَا تَذْهَبُ الدُّنْيَا حَتَّى يَمْلِكَ الْعَرَبَ رَجُلٌ مِنْ أَهْلِ بَيْتِي يُوَاطِئُ اسْمُهُ اسْمِي

      (سنن الترمذي الحديث رقم 2230)

      نړۍ له منځه نه ځی ترڅو زما اهل بیت څخه یو کس چی نوم یی زما نوم سره یوشان دی حکومت باندی به حکومت وکړی.

    • او همدارنګه ترمذی په بل سند کې د عاصم د زر د عبدالله بن مسعود څخه روایت کړی دی چی پیغمبر فرمایی:

      يَلِي رَجُلٌ مِنْ أَهْلِ بَيْتِي يُوَاطِئُ اسْمُهُ اسْمِي

      (سنن الترمذي الحديث رقم 2231)

      زما اهل بیت څخه یو کس راځی چی نوم یی زما سره یوشان دی.

    • ابن ماجه په خپلو سنن کې له پيغمبرصلی الله عليه و آله وسلم څخه د محمد بن الحنفيه سندونه نقل کړي دي:

      الْمَهْدِيُّ مِنَّا أَهْلَ الْبَيْتِ يُصْلِحُهُ اللَّهُ فِي لَيْلَةٍ

      (سنن ابن ماجه الحديث رقم 4085)

      مهدي زموږ له اهل بیت څخه یو دی. خدای دې په یوه شپه کې اصلاح کړي.

    • دا په سنن ابن ماجه کې هم راغلي دي:

      عَنْ عَبْدِ اللَّهِ قَالَ بَيْنَمَا نَحْنُ عِنْدَ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ و َسَلَّمَ إِذْ أَقْبَلَ فِتْيَةٌ مِنْ بَنِي هَاشِمٍ فَلَمَّا رَآهُمْ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَ سَلَّمَ اغْرَوْرَقَتْ عَيْنَاهُ وَ تَغَيَّرَ لَوْنُهُ قَالَ فَقُلْتُ مَا نَزَالُ نَرَى فِي وَجْهِكَ شَيْئًا نَكْرَهُهُ فَقَالَ إِنَّا أَهْلُ بَيْتٍ اخْتَارَ اللَّهُ لَنَا الْآخِرَةَ عَلَى الدُّنْيَا و َإِنَّ أَهْلَ بَيْتِي سَيَلْقَوْنَ بَعْدِي بَلَاءً وَ تَشْرِيدًا وَ تَطْرِيدًا حَتَّى يَأْتِيَ قَوْمٌ مِنْ قِبَلِ الْمَشْرِقِ مَعَهُمْ رَايَاتٌ سُودٌ فَيَسْأَلُونَ الْخَيْرَ فَلَا يُعْطَوْنَهُ فَيُقَاتِلُونَ فَيُنْصَرُونَ فَيُعْطَوْنَ مَا سَأَلُوا فَلَا يَقْبَلُونَهُ حَتَّى يَدْفَعُوهَا إِلَى رَجُلٍ مِنْ أَهْلِ بَيْتِي فَيَمْلَؤُهَا قِسْطًا كَمَا مَلَئُوهَا جَوْرًا فَمَنْ أَدْرَكَ ذَلِكَ مِنْكُمْ فَلْيَأْتِهِمْ وَلَوْ حَبْوًا عَلَى الثَّلْجِ

      (سنن ابن ماجه الحديث رقم 4082)

      عبدالله روایت کوي چې کله موږ د رسول الله صلی الله علیه و سلم سره وو، د بنی هاشم ځوانانو یوه ډله هلته تېر شول، لکه څنګه چې د خدای رسول دوی ولیدل، د هغه سترګې اوښکې وې او مخ یې بدل شو. موږ وویل: یا رسول الله! موږ هیله لرو چې موږ هیڅکله ستاسو مخ خفه او متاثر نه وینو! هغه وویل: موږ یوه کورنۍ یو چې خدای زموږ لپاره د آخرت ځای کې غوره کړی. او زما له مرګ وروسته به زما کورنۍ د ناورین ، بې ځایه کیدنې او ویرونکي کیدو سره مخ شي. تر هغه چې یو ملت له ختیځ څخه تور بیرغونه سره راشي. دوی د ښه غوښتنه کوي، دوی ته نه ورکول کیږي. نو دوی هلته د رسیدو لپاره مبارزه کوي او دوی سره مرسته کیږي او دوی ګټي، نو دوی ته هغه څه ورکړل شوي چې دوی یې غوښتنه کړې ، مګر دوی یې نه مني تر دې چې دوی دا زما د کورنۍ څخه سړي ته وسپاري. هغه نړۍ د عدالت سره ډکوي ، لکه څنګه چې نورو نړۍ نړۍ ظلم کړی. نو له تاسو څخه هر څوک چې وخت پیژني دوی به د دوی مرستې ته ګړندي شي حتی که تاسو په واوره کې هم واوسئ.

  • مهدی د فاطمه زامنو څخه
    صحاح سته کې روایات دلالت کوی چی مهدی د فاطمه زامنو څخه دی:
    • بن ماجه خپل سنن کې د سعید بن مسیب د ام سلمه د خدای رسول ص ماینه څخه نقل کړی دی چی پیغمبرص فرمایلی دی:

      الْمَهْدِيُّ مِنْ وَلَدِ فَاطِمَةَ

      (سنن ابن ماجه الحديث رقم 4086)

      مهدی د فاطمه زامنو څخه دی.

    • ابو داوود خپل سنن کې د سعید بن مسیب د ام سلمه څخه نقل کړی دی چی رسول الله ص فرمایلی دی:

      الْمَهْدِيُّ مِنْ عِتْرَتِي مِنْ وَلَدِ فَاطِمَةَ

      (سنن أبي داود الحديث رقم 4284)

      مهدی زما خاندان او فاطمه زامنو څخه دی.

په حدیث کې له پیغمبر (ص) سره د مهدي نومی ورته والی

د ترمزۍ په روايتونو کې هم له عبدالله بن عباس څخه راغلي چې رسول الله صلی الله عليه وآله وسلم فرمايلي دی:

لَا تَذْهَبُ الدُّنْيَا حَتَّى يَمْلِكَ الْعَرَبَ رَجُلٌ مِنْ أَهْلِ بَيْتِي يُوَاطِئُ اسْمُهُ اسْمِي

(سنن الترمذي الحديث رقم 2230)

نړۍ به لاړ نشي تر زما له اهل بیت څخه یو سړی دا چې د هغه نوم زما د نوم سره ورته وي په عربو باندې حکومت کوی.

او په سنن کې ترمذی د عبدالله بن مسعود یو بل سند نقلوي چې رسول الله صلی الله علیه و آله و سلم فرمایي:

يَلِي رَجُلٌ مِنْ أَهْلِ بَيْتِي يُوَاطِئُ اسْمُهُ اسْمِي

(سنن الترمذي الحديث رقم 2231)

زما له کورنۍ څخه یو سړی دی چې زما نوم دی.

نو روايتونو ښودلې چې د مهدي نوم د رسول الله صلی الله علیه وآله و سلم مقدس نوم یعنی محمد دی.

نور مهم احادیث
  • دا په ترمذی سنن کې روایت دی:

    عَنْ أَبِي سَعِيدٍ الْخُدْرِيِّ قَالَ خَشِينَا أَنْ يَكُونَ بَعْدَ نَبِيِّنَا حَدَثٌ فَسَأَلْنَا نَبِيَّ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقَالَ إِنَّ فِي أُمَّتِي الْمَهْدِيَّ يَخْرُجُ يَعِيشُ خَمْسًا أَوْ سَبْعًا أَوْ تِسْعًا زَيْدٌ الشَّاكُّ قَالَ قُلْنَا وَمَا ذَاكَ قَالَ سِنِينَ قَالَ فَيَجِيءُ إِلَيْهِ رَجُلٌ فَيَقُولُ يَا مَهْدِيُّ أَعْطِنِي أَعْطِنِي قَالَ فَيَحْثِي لَهُ فِي ثَوْبِهِ مَا اسْتَطَاعَ أَنْ يَحْمِلَهُ

    (سنن الترمذي الحديث رقم 2232)

    ابو سعید خدری چې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم یو مشهور اصحاب دی ، وايي: زموږ ویره او اندیښنه چې د پیغمبر اکرم (صلی الله علیه و اله وسلم) وروسته به څه پیښ شي موږ پخپله له پیغمبر څخه پوښتنې وکړې، رسول الله وویل: زما په امت کې به یوه مهدي وي چې پنځه یا اوه کاله یا نهه کاله به ژوندی وي- شک د زید د حدیث کونکی دی. له داستان څخه پوښتنه وشوه چې د هغه ژوند به څومره اوږد وي او کوم کال سم دی. هغه وویل چې هغه یو څو کلن و – بیا رسول الله وویل: یو څوک هغه ته راځي او د مرستې غوښتنه کوي او وايي، "ای مهدي! ماته یې راکړه". هغه په خپل سکرټ کې هم ډیر زرو او سپینو زرو لري.

  • په صحیح مسلم کې د جابر بن عبدالله څخه نقل شوی دی چی رسول الله ص فرمایی:

    لَا تَزَالُ طَائِفَةٌ مِنْ أُمَّتِي يُقَاتِلُونَ عَلَى الْحَقِّ ظَاهِرِينَ إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ قَالَ فَيَنْزِلُ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَيَقُولُ أَمِيرُهُمْ تَعَالَ صَلِّ لَنَا فَيَقُولُ لَا إِنَّ بَعْضَكُمْ عَلَى بَعْضٍ أُمَرَاءُ تَكْرِمَةَ اللَّهِ هَذِهِ الْأُمَّةَ

    (صحيح مسلم الحديث رقم 156)

    همداسی متوالی توګه یو طایفه زما امت څخه د حق په لاره کې جنیګیږی تر قیامت ورځي پوری وروسته عیسی بن مریم نازل کیږی او د هغه ډلې امیر هغه ته وایی: راشی زمونږ لپاره لمونځ اقامه کړی(د جماعت امام شی). حضرت عیسی علیه اسلام ځواب ورکوی: نه، ځینی ستاسو څخه ځینو نورو باندی امیر دی؛ ځکه خدای تعالی غواړی دا امت قدرمنه کړی.

دا آخیر حدیث ته په کتو سره څو مطلب اخیستلای شو:

لومړۍ: د عیسی علیه السلام نزول په وخت کې یو کس د مسلمانانو د چارو متولی دی.

دوهم: دا چی هغه امیر د عیسی علیه السلام څخه غواړی چی جماعت امامت دی وکړی، خو د هغه امیر صلاح او ایمان باندی دلالت کوی؛ نو په دی روایت کې که څه هم د حضرت مهدی لفظ باندی تصریح نه دی شوی، خو د مهدی صفت او هدایت شوی هغه امیر باندی اثبات کړی دی.

دریم: د حضرت عیسی علیه السلام اقتدا دا امیر او د امامت نه قبلونه دهغه څخه، حضرت عیسی علیه السلام باندی د مسلمانانو امیر لوړتوب باندی دلالت کوی.

څلورم: په دی روایت کې هم امیر باندی تصریح کیږی چی دا امیر هم مهدی نه بغیر بل څوک نه شی کیدلای.

باید پوه شو چی عیسی علیه السلام په آخرالزمان کې کښته کیږی ترڅو ددی رشته پای مهدی لاسته چی داسلام وارث او پرچمداره دی، وسپاری او نړۍ مسیحیانو دعوت سره د همدی څخه پیروی او اسلام قبلونې سره دا دوه رشته یو بل سره مرتبط کړی. د همدی لپاره دی چی هغه د خلګو مخته مهدی امامت او جماعت باندی مقدم بولی او هغه باندی اقتدا کوی.